د ختیځ ادبي بهیر ۲۶ مه اونیزه غونډه
ایمل مړوند ایمل مړوند

 

غزل د فورم له پلوه په څوه ډوله دی دا اونۍ د ختیځ ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې د ننګرهار دارالمعلیمین د پښتو څانګې استاد نصیر احمد ښاد بهیر والو ته په همدې اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.ختيځ ادبي بهیر خپله ۲۶ مه اونیزه غونډه د ( ۱۳۹۱ ) کال د  جدي (لیندۍ) میاشتې په ۲۲ مه نېټه د معمول سره سم د جلال اباد ښار د میدودتیک په انګړ کې د جمعې په مبارکه ورځ ترسره کړه.

غونډه سهار نهه بجې قاري راحت ګل زیارمل سوکال د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله. مشري يې له کونړه راغلي مېلمه عنایت ساپي کوله د مېلمه په توګه ریاض الله شفق ناست و او کوربتوب يې عبدالله هوډ کولو.

د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې او ګزارش ایمل مړوند لیکه.د تېرې ناستې ګزارش مړوند ولوستلو او د بهیروالو لخوا وستایل شو.

د غونډې لومړۍ برخه ادبي درس ته ځانګړې شوې وه او د ژمنې سره سم نصیر احمد ښاد د پښتو غزل د فورم او هندسي جوړښت له پلوه په زړه پوری ادبي درس وړاندې کړ.

ښاعلي ښاد غزل د جوړښت له پلوه بهیروالو ته تشریح کړ او ځای ځای يې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ویل.دغه ادبي درس نږدې یو ساعت دوام درلودلو، چې د غزل د جوړښت په اړه په کې ډېر په زړه پورې معلومات وړاندې شول.

تر ادبي درس ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله، چې د یادوشوو کسانو سر بېره په کې دغو ښاعلو هم خپل شعرونه وویل:

ظایر خان یاد، استاد شېرحسن کمالزي، دوست محمد دوست، خوشال حیران، اکمل ظاهر، عرفان الله بیدار، محمد شریف شاهین، صداقت غورځنګ، طارق تسل، بختیار ساحل، فریدالله ملاتړ، صاحب الله عابد، بازمحمد عابد، محمود خزان، فهیم رحیمزي، هلال عاجز، سید هدایت الله شیدا، ضیاالدین همت مل، احمد جمال جمال، اکرام الله اکرام، انجینر زیارمل سوکال، او نهضت شېرزاد.

تر مشاعرې ورسته د دې ناستې مشر مېلمه عنایت ساپي ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي خوښي ښکاره کړه چې د ختیځ ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې د ګډون ویاړ لري.

هغه غونډه ډېره ښه وارزوله او زیاته يې کړه چې ډېرې نوې او ګټورې خبرې له بهیره له ځان سره وړي.

عنایت ساپي وویل شاعران د ټولنې په سمون کې ډېر زیات مهم رول لري. ټينګار يې وکړ چې شاعران باید خپل شعرونه د صلحې او د ټولنې د اصلاح لپاره ولیکي.

په پای کې یوتن بهیروال فهیم رحیمزي خپله نوې تازه چاپ شوې شعري تولګه په بهیروالو وویېشله او د راتلونکې اونۍ لپاره وټاکل شوه، چې د محمود خزان د تازه چاپ شوې شعري ټولګې مخکتنه به کیږي.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.


January 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها